|
اخربه ځی ناکام
رڼاوې او
لمرونه شول لیلام زما دکلی
غمجمن په ویر
لړلی هر ماښام زما دکلی
تکرار
دی دمرګونو تسلسل دجنازو دی
اوس جوړه
هدیره ده ګام په ګام زما دکلی
دکلی
دمسجدمنبریې ویشتی په ګولیو
تړلی په
ولچکویې امام زما دکلی
هرڅوک چی په
غرور په دبدبه دلته راغلی
بللي نړیوالو
دی ناکام زما دکلی
غمبرې دکوترو
اوس وهی هلیکوپترې
پخوا چی شنو
کوترو کړل په بام زما دکلی
سیلۍ
دنفرتونو د ترنک غاړه اخیستی
ویریږم په
ګلونو دبادام زما دکلی
اخربه (حلمیاره
)پکې دوي ککرۍ وخوري
خبر نه دی
داخلګ په نظام زما دکلی
حمدالله حلمیار |